ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عظمت الله عمرزی له پارل رویل لوبډلې سره یوځای شو

د افغانستان ټولچاری لوبغاړی عظمت الله عمرزی د سویلي افریقا کرېکټ غوره لیګ راتلونکي پړاو ته د پارل رویل لوبډلې له لوري واخیستل شو.

که څه هم د سویلي افریقا کرېکټ غوره لیګ پینځم پړاو بولۍ مراسم راتلونکې اکټوبر میاشتې پر ۷مه نېټه ترسره کیږي، خو پارل رویل لوبډلې عمرزی له بولۍ وړاندې اخیستی دی.

د سویلي افریقا کرېکټ غوره لیګ راتلونکی پړاو سیالۍ د ۶ لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۷ کال جنورۍ میاشتې پر ۱۷مه نېټه پیلیږي.