ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې رییس ننګرهار او لغمان ته سفر کړی

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د ولایتي ریاستونو د اداري چارو د ښه کولو په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي ترابي د دې ریاستونو له هر کارمند سره په جلا جلا توګه وکتل، د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او نظریات یې واورېدل او ټول کارمندان یې د اغېزمنو او پر وخت خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول.

همدارنګه، نوموړي په ننګرهار کې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې د ګدامونو څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ساتنې، تنظیم او ترتیب، نظم رامنځته کولو او د اړمنو کسانو لپاره د توکو د وېش په اړه اړینې لارښوونې وکړې.

ملا نورالدین ترابي د ټولو قانوني اسنادو د ولایتي رییساتو ته د رسېدو، د اسنادو د مفاهیمو د پوهېدو، د اړوند رییس له خوا د اسنادو د ارزونې، د اسنادو د تطبیق او د ټولو اسنادو په دوسیو کې د ساتلو بهیر هم وڅارل او په پای کې نوموړي دوی ته نقدي مرستې هم وویشلې.

وروسته، نوموړي د تورخم پولې په سمیه کې د دې ادارې د جوړ شوي کمپ د خدماتو د وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه او څیړنه وکړه.

په دې لیدنه کې، ښاغلي ترابي د کمپ له مسوولینو او کارمندانو سره د خبرو ترڅنګ، د راستنېدونکو هېوادوالو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د دوی د هڅو ستاینه وکړه او د لا اغېزمنو، چټکو او انساني خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول.

له هغه وروسته، ملا نورالدین ترابي لغمان ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ د ریاست له دفترونو څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست له هر کارمند سره یې په جلا جلا توګه وکتل، د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او نظریات یې واورېدل او ټول کارمندان یې د اغېزمنو او پر وخت خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول.

په پای کې، له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې رییس د یاد ریاست کارمندان د مراجعینو سره د ښه چلند، پر وخت او بې ځنډه د چارو ترسره کولو، د بیت المال د سمې کارونې او اداري اصولو  رعایتولو ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې د خلکو خدمتګاران واوسي او د خپلې مسلکي پوهې څخه د هېواد د پرمختګ لپاره کار واخلئ.