ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالدین ترابي د انګلستان د بشري مرستو د دفتر له استازو سره لیدنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي، د افغانستان د بشردوستانه ډلې له رییس، آلاستر جېمز برنټ او د انګلستان هېواد د بشري مرستو د اقتصادي او بشردوستانه چارو له کارپوه، موتومي موینگیروا ګیچارا سره لیدنه وکړه.

په پیل کې ښاغلي ترابي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اقلیمي بدلونونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د دغو بدلونونو منفي اغېزو یادونه وکړه او ویې ویل، چې افغانستان د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول د ناڅاپي سېلابونو او پراخو وچکاليو له خطرونو سره مخ او له خورا زیانمنو سیمو څخه ګڼل کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ملګرو ملتونو ادارو او نورو بشردوستانه بنسټونو لپاره باید د کار اسانتیاوې رامنځته شي او د مرستو د وېش په پروسه کې باید بشپړه روڼتیا او ډېره همغږي شتون ولري.

ملا نورالدین ترابي وړاندیز وکړ چې بشردوستانه مرستې دې د خلکو د حقیقي اړتیاوو پر بنسټ برابرې شي او که امکان وي له کورنیو سرچینو، ملي بازارونو او یا د نږدې سیمو له بازارونو څخه وپېرل شي، څو د لېږد بهیر یې اسانه او کم لګښت ولري.

نوموړي په ټول هېواد کې د کوچنیو بېړنیو وقایوي پروژو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې هېواد ته د لا زیاتو وقایوي پروژو اړتیا ده.

ښاغلي ترابي دغه‌راز د استنادي دیوالونو، کوچنیو بندونو او نورو پراختیایي طرحو په پلې کولو کې د جدي ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

همدارنګه نوموړي له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د پراخې راستنېدو موضوع ته هم اشاره وکړه او د دې زیانمن قشر د اړتیاوو د چټکې او اغېزناکې پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

ملا نورالدین ترابي ټینګار وکړ، چې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې فعالیتونه غیرسیاسي دي او خدمات یې یوازې تر ټولو مستحقو او زیانمنو قشرونو ته رسېږي، نو ځکه بشردوستانه مرستې باید د سیاسي تعاملاتو قرباني نه شي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طبیعي پېښو د مدیریت په برخه کې له دې ادارې سره ریښتینې او دوامداره همکاري وکړي.

په ورته مهال ښاغلي آلاسټر جېمز برنټ د یادې ادارې له همکاريو مننه وکړه او ویې ویل، چې ډېر نړیوال همکار بنسټونه د دې ادارې له مثبت تعامل، چټک اقدام او اسانتیاوو څخه بشپړه خوښي لري.

همدارنکه نوموړي ژمنه وکړه، چې هېواد به یوازې په بشردوستانه برخه کې نه، بلکې د وقایوي او پراختیایي پروژو په پلي کولو کې هم مرستې ته دوام ورکوي.

په پای کې، دواړو لوریو ټینګار وکړ چې همکاري او همغږي باید لا پیاوړې شي، په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سره دې دا همکارۍ او همغږي زیاتې شي.

همدارنګه دوی د ګډو ژمنو په ترڅ کې د وقایوي پروژو په پلې کولو، د لټون او ژغورنې ټیمونو په جوړولو او د بیړنیو حالاتو لپاره د پرمختللو تجهیزاتو پر برابرولو ټینګار وکړ.