د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو په ملتیا د دې ولایت د روضې مبارکې تر څنګ له تاریخي منارونو او سیمو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو له لوري ښاغلي عزیزي ته د دې سیمې د شته ستونزو په اړه معلومات ورکړل شول.
مولوي عتیق الله عزیزي ډاډ څرګند کړ، چې د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د فرمان په اساس د دې وزارت د تاریخي سیمو ساتنه او بیا رغونه خپل مسولیت بولي او ټولې تاریخي سیمې په بشپړه توګه محفوظې او خوندي دي.
همدارنګه نوموړي د غزني ښار د تاریخي منارونو سیمې د احاطوي دیوال د نیمګړو چارو د بشپړېدو او شته ستونزو ته د ژر تر ژره رسېدو ډاډ ورکړ، ترڅو یاده سیمه په پوره توګه خوندي او د سیلانیانو د سیاحت لپاره چمتو شي.

