د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د روپاني نړیوالې موسسې له بنسټګر روپاني سره لیدنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې ښاغلي روپاني په دې لیدنه کې، افغانستان کې د یادې موسسې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د ملاتړ په موخه یې د پور د یوه بانک د جوړولو ژمنه کړې ده.
د یاد وزارت په وینا، ښاغلي عزیزي د دې نوښت هرکلی کړی او د همکارۍ ژمنه یې کړې ده.

