ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په غزه کې د اسرائيلي بریدونو دوام؛ د لوږې له امله د مړو شمېر ۱۶۰ تنو ته لوړ شو

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، نن سهار د خان یونس په سويل کې د مورګ دهلېز ته نږدې، اسرائیلي یرغلګرو د خوراکي توکو د ترلاسه کولو پرمهال پر فلسطینیانو برید کړی، چې لږ تر لږه لس کسان پکې شهیدان او له ۷۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

بل‌خوا، د غزې د روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې، په غزه تړانګه کې د لوږې له کبله د دوو ماشومانو په ګډون درېیو نورو کسانو هم ژوند بایللی، چې له تازه شمېرو سره په ياده تړانګه کې د لوږې له امله د مړو شویو شمېر ۱۶۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې د بشري بنسټ په مرکزونو کې تر دې مهاله له زرو زیات مرستو ته په تمه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو داسې مهال پر مرسته اخیستونکو فلسطینیانو بریدونه زیات کړي، چې نړیوالو بنسټونو او بشري سازمانونو په غزه کې د سختې لوږې او قحطۍ د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له امله ۶۰ زره او ۲۴۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۴۷ زره او ۸۹ نور ټپيان شوي دي.