ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترجیحي تعرفو له لارې د کرنیزو محصولاتو صادرات پیلېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د افغانستان او پاکستان د پلاوو د وروستۍ هوکړې پر اساس نن (جمعه، د زمري ۱۰مه) د ترجیحي تعرفې له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د څلور- څلور قلمه کرنیزو محصولاتو صادرات پیلېږي.

 د یاد وزارت په وینا، د افغانستان په څلور قلمه محصولاتو کې انګور، مڼه، انار او بانجان او د پاکستان په محصولاتو کې کیله، ام، کچالو او کینو شامل دي.

دغه‌رار د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ټولو صادروونکو غوښتني، چې له دې فرصت څخه په موثر ډول ګټه واخلي او خپلې صادراتي چارې منظمې کړي.

یاد وزارت ډاډ ورکړ، چې د هېواد د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي ودې لپاره به هڅې دوام ولري.