ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېرو دوو میاشتو کې د څه‌باندې پینځه زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی


د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي او چنګاښ میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د پینځه زره او ۱۹۶ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده موده کې د ۱۴۱ ښځینه‌وو په ګډون دوه زره او ۹۰۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۶۷ ښځینه‌وو په ګډون، دوه زره او ۲۹۵ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې دوه زره او ۸۵۵ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۶ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې ۴۶۷ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار او تحصیل په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر یو زر او ۸۴۹ بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۴۷۰ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د تورخم، حیرتان د فاریاب اقینې او د بدخشان د اشکاشم بندرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.