د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرتالله جمال فراه ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او ملي راډیو ټلویزیون له امريت څخه د وضعيت د څېړلو او د شته ستونزو د اورېدلو په موخه ليدنه کړې.
ښاغلي جمال د دغه سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس محمد عبدالحي سباوون په ملتیا د همدې رياست د فرهنګ او ګرځندوی، اطلاعاتو، ځوانانو امريتونو، عامه کتابتون، مالي او اداري، ملي راډیو ټلویزیون له سټډيو او تخنيک برخو څخه هم ليدنه کړې ده.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد عبدالحي سباوون د یاد وزارت د مرستیال له سفره خوښي څرګنده کړې او دا یې د شته ستونزو د حل لپاره مهم ګام بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې فراه ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو د مرستیال دا لومړنی سفر دی، چې د ادارو د ستونزو د ارزونې په موخه ترسره کېږي.

