ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۹۷۵ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وایي؛ چې په تېره یوه اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د زمري مياشتې له ۲۰درېمې نېټې څخه تر نهمې نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۷۵ زره او ۸۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ د حیرتان بندر له لارې ۶۴ زره او اته ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۳ زره او ۴۹۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې  لس زره او ۳۵۷ ټنه او د خواف-هرات له لارې نهه زره او ۷۲۵ ټنه، چې ټولټال  ۹۷۵ زره او ۷۸  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه یې صادرات دي، چې په تېره یوه اوونۍ کې۱۲۶ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي،په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.