د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د وچې مېوې صادروونکو ټولنې له غړو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه لیدنه کړې ده.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې لیدنه کې د دوی د ستونزو پر حل خبرې شوې دي.
ښاغلي عزیزي د وچې مېوې د صادروونکو د ستونزو پر حل ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې له اړوندو ادارو سره په ګډه به یې ستونزو ته غوره حل لارې ولټوي.

