ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت د یوناما د وروستي راپور په تړاو د څېړنې پایلې په ډاګه کړې

بهرنیو چارو وزارت د جبري راستنېدونکو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشر حقونو د څانګې د وروستي راپور په تړاو د څېړنې پایلې په ډاګه کړې، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشر حقونو د څانګې له خوا راپور خپور شو چې ګواکې هغه افغان ګډوالو چې له ایران او پاکستان څخه را اېستل کیږي د اسلامي امارت له خوا له شکنجې، انتقامي چلند، بې‌دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په راپور کې د یاد شویو پېښو د څېړنې په موخه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم په اساس د دې وزارت په مشرۍ د امربالمعروف نهی عن المنکر او سمع شکایات وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست په غړیتوب کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې یاد راپور په هر اړخیز ډول وڅېړي، د پېښو د کره‌والي په صورت کې له اړوندو حکومتي ارګانونو او د ناکره‌والي په صورت کې له یوناما څخه توضیحات وغواړي.

د دې حکم په تعمیل یاد کمیسیون له بېلابېلو ناستو وروسته خپلې څېړنې په لاندې ډول شریکوي:

که څه هم په یاد راپور کې په محدود ډول د ځینو مثبتو اقداماتو یادونه شوې خو په عمومي ډول را اېستل کېدونکو ګډوالو سره د مرستې پر ځای هڅه شوې له کلماتو سره د لوبې له لارې حقايق تحريف او د ذهنونو په مغشوشولو سره ګډوال اندېښنمن کړي.

راپور زیاتره د هغو محدودو اشخاصو انفرادي تجربې انځوروي چې د ادعاوو پر اساس له ستونزو سره مخ شوي، حال دا چې د هغو میلونونو افغانانو مثبتو تجربو ته چې په امن، باعزته او باثباته شرایطو کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي، انعکاس نه دی ورکړل شوی.

راپور ادعا کوي چې یوازې له ۴۹ کسانو سره مرکې یې د راپور بنسټ جوړ کړی حال دا چې په میلونونو افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي فلهذا د قضیو انتخاب محدود او غرضناک دی او ډېر موارد له شواهدو پرته یوازې د ګومانونو په بڼه یاد شوي دي، چې د څېړنې له علمي ميتودونو سره هم سمون نه لري.

راپور کې له داسې اصطلاحاتو څخه کار اخیستل شوی چې سیاسي بڼه لري او د بې‌طرفۍ اصل تر پوښتنې لاندې راولي، لکه د غچ اخیستنې، خپلسرې نیونې، شکنجې او بد چلند ترسره کولو ادعاوې.

راپور د ډېرو محدودو ادعاوو/پېښو پر اساس جوړ شوی او د يو څو پېښو پر اساس پکې د ټول هېواد د وضعيت د قياسوهڅه شوې.

عمومي او غيری مشخصې ادعاوې پکې شوې وې، چې د ځای، شخص او وخت په اړه یې د ابهام له وجې څېړل ناشونی وي.

د بېلګې په ډول: د یوې ښځې ادعا چې یو پوځي چارواکي په زور د هغې د ودولو غوښتنه کړې.

یا د یوه قاضي یادونه چي هغه وایي د ژوند تشویش لري ګواکې له ډاره له کوره نه شي وتلی.

د تخار او پکتیا د راستنیدونکو د قتل قضیې جزییات نه لري، او نه یې شواهد شریک شوي مګر راپور کې يې ادعا شوې ده.

تر ډېره راپور د غير معياري ميتودونو پر بنسټ يوازې پر منفي اړخونو متمرکز دی، او مثبتپرمختګونه پکې له پامه غورځول شوي دي.

د الفاظو په لوبې کې د پېښو تصوير ډېر لوی ښودل شوی. پېښو ته ژبنی، سمتي او سياسي رنګ ورکول شوی دی.

په راپور کې د هېواد ځانګړی ديني او ټولنيز هويت او ارزښتونه په پام کې نه دي نیول شوي.

د راپوري مودې د پېښو پر ځای د تېرو پېښو ذکر کول، چې لوستونکو ته داسې فکر ورکوي لکه داچې نوې پیښې وي.

پورتنیو ستونزو ته په کتلو په مجموع کې راپور کي هڅه شوې چې په عامه اذهانو کې بې‌ځایه اندیښنې ایجاد کړې، ګواکې د هېواد اوسنی وضعیت د راتلونکو هېوادوالو لپاره مساعد نه دی.

د صفر المظفر میاشتې په ۱۱مه نېټه د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د موظف کمیسیون د غړو له لورې د یوناما د اړوند برخې مسولین راوغوښتل شول، او پورتني موارد په صراحت ور سره شريک شول او ټینګار وشو، چې د راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې جدي بياکتنه وکړي او د يادو شويو علمي او مسلکي نيمګړتياوو د تصحيح په موخه عملي ګامونه واخلي او د ورته سرغړونو د دوام په صورت کې نظام خپل مکلفيت بولي چې د اذهانو د مغشوشولو په نيت د ورته بې‌بنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي.