د اوزبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او د افغانستان لپاره د اوزبیکستان هېواد ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف پلازمېنې کابل ته را ورسېدل.
یاد پلاوي د امارتي شرکتونو له لوی رییس مولوي احمد جان بلال او د افغانستان برېښنا شرکت له لوی اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر سره وکتل او د فتحې څلورمې کلیزې په مناسبت یې مبارکي ورکړه.
ټاکل شوې، په راتلونکو څو شېبو کې به له اوزبیکستان څخه یاد راغلي پلاوي او د افغانستان برېښنا شرکت تر منځ د څلورو لویو پروژو تړونونه لاسلیک شي، چې دا به د برېښنا پراختیا او وېش کې تر ټولو ستر ګام وي.

