ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي بدرالدین حقاني: اسلامي امارت به د سيمې د ثبات لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي

په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفير مولوي بدرالدین حقاني د متحده عربي امارتو لپاره د روسیې له سفیر تیمور زابیروف سره لیدنه کړې.

په ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه دواړو لوریو د افغانستان او روسیې د سياسي، اقتصادي او سيمه‌ييزو اړیکو پر پياوړتيا، د افغانستان پر ثبات او هوساينې او د متقابل درناوي له مخې د همکاریو پر پراختيا خبرې کړي.

د یاد سفارت په وینا، د روسيې سفير د افغانستان د امنيت او پرمختګ د ستاینې ترڅنګ د همکاریو د پراختیا هوډ څرګند کړی.

ورته مهال د افغانستان سفير د روسيې له مثبت دريځ څخه مننه کړې او ډاډ يې ورکړی، چې اسلامي امارت به د سيمې د ثبات او ګډو همکاریو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.