په ټولنيزه وده کې د خلکو او حکومت ونډه تر عنوان لاندې مشورتي ناسته په شمال زون کې د TLO موسسې له لوري د اطلاعاتو او کلتور رياست سره په همغږۍ ترسره شوې، چې پکې محلي چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو برخه لرله.
په شمال زون کې د TLO موسسې مسول ذبيح الله عسکرزاده د يادې مشورتي ناستې په اړه ویلي، ددې ناستې موخه په ټولنه کې خنډونه او ستونزې په نښه کول او د خلکو غوښتنې تر مسولينو رسول دي. نوموړي له ګډونوالو غوښتي چې په ټولنه کې شته خنډونه او ستونزې تر مسولينو ورسوي.
د اطلاعاتو او کلتور ریيس مفتی عمير سرپلي ویلي؛ له حکومت سره د خلکو همکاري په ټولنه کې د پرمختګ لامل کيږي، له قومي مشرانو، قلموالو، ځوانانو او ټولو خلکو يې غوښتنه کړې تر څو د اسلامي امارت له مسولینو سره جدي همکاري وکړي.
مفتي عمير سرپلي زياته کړې، په تېرو ۲۰ کلونو کې زمونږ په ټولنه غربي کلتور تپل شوی و، چې له دې سره د مبارزې او خپل اصل افغاني کلتور په بیا ژوندي کولو کې بايد ټول هڅې وکړو.
د اقتصاد ریيس غلام حیدر حیدري ویلي: راځئ د همغږۍ په جوړولو سره هېواد د ابادۍ او د خلکو له احتیاجه را ایستلو لپاره لاسونه يو کړو، اسلامي امارت ستاسو نېکو مشورو ته اړتیا لري.

