د پنجشېر ولايت په مرکز بازارک کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هدايت د درې زره کسانو ترمنځ د سيرة النبي او د اسلامي تاريخ سيالي تر سره شوه.
په یاده سیالۍ کې د پنجشېر مرکز په شمول له اوه ولسواليو څخه درې زره تنو ګډونوالو برخه اخیستې وه.
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا د سيالۍ پیل مراسمو کې ویلي؛ د خوشحالۍ ځای دی چې نن د يوه داسې شخصيت د سيرت په سيالۍ کې سره راغونډ شوي يو، چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت راليږل شوی دی.
هغه مبارک ص په ژوند خپله رحمت و او له دې نړۍ تر رحلت وروسته يې سيرت، اقوال او ارشادات د ټولنې لپاره رحمت دي.
نوموړي زیاته کړې، د حضرت محمدص د شخصيت په اړه که هر څومره خبرې وکړو بيا هم کمې دي، د هغه مبارک سيرت د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره د کاميابۍ ذريعه ده.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي نصرالله ملکزاده ویلي، د يادې سيالۍ موخه د اسلام پر تاريخ د لوستونکو پوهول او د مطالعې د دود را ژوندي کول دي.
د پنجشېر اوسېدونکو د ورته سياليو جوړول ګټور بللي او د دوام غوښتنه يې کړې.