ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوی صدراعظم عثماني د ترکیې د کرنې او ځنګلونو د څېړنو لوی ریاست له چارواکو سره لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ د ترکیې د کرنې او ځنګلونو وزارت د کرنې او ځنګلونو د څېړنو له لوی ریاست څخه د لیدنه ترڅنګ، د دې ادارې له عمومي رییس او له نورو مسوولینو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د کرنې او ځنګلونو په بېلابېلو برخو کې د نظرونو او معلوماتو د شریکولو په اړه خبرې وکړې.

د ترکیې د کرنې او ځنګلونو د څېړنو لوی رییس د افغانستان د پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې یاده اداره له افغانستان سره په کرنه او ځنګلونو کې د هر ډول همکاریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، هم د کرنیزو او ځنګلونو څېړنو په برخه کې د تخنیکي او علمي ظرفیتونو د لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه همکارۍ به د طبیعي سرچینو په ښه مدیریت او په افغانستان کې د کرنې د تلپاتې ودې لامل شي.

د یادونې وړ ده، چې د ترکیې د کرنې او ځنګلونو د څېړنو لوی ریاست د دې هېواد له مهمو علمي او څېړنیزو مرکزونو څخه شمېرل کېږي، چې د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د ودې او د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې پراخ فعالیتونه لري.