د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۶۴ زره او ۳۶۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۲ زره او ۷۷۶ نور ټپيان شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې یوازې پرون (شنبه، د وږي ۱۵مه) د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۸۷ فلسطینیان شهیدان او ۴۰۹ نور ټپيان شوي دي.
د روان زېږدیز کال له مارچ راهیسې، کله چې اسرائیلي یرغلګرو په یو اړخیز ډول اوربند مات کړ، لږ تر لږه ۱۱ زره او ۹۱۱ فلسطینیان شهیدان او ۵۰ زره او ۷۳۵ نور ټپیان شوي دي.
دغهراز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مرستو ته په تمه ۳۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۳۲ نور ټپيان شوي دي. په همدې موده کې د درېیو ماشومانو په شمول پینځو فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی دی.
د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د اسرائیلي یرغلګرو د جګړې له پيل راهیسې ۳۸۷ فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی، چې ۱۳۸ یې ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو یوې ملاتړې ادارې د اګسټ پر ۲۲مه د لومړي ځل لپاره په غزه کې قحطي تایید کړه. له دې اعلان وروسته د لوږې له امله د ۲۳ ماشومانو په شمول د ۱۰۹ فلسطینیانو شهادت ثبت شوی دی.

