ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې یوه پلاوي اندونیزیا ته سفر کړی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر ملا زین‌العابدین عابد د یوه پینځه کسیز پلاوي په مشرۍ اندونیزیا ته رسمي سفر کړی.

په دې سفر کې افغان پلاوي د اندونیزیا د اوبو او انرژۍ وزارت، د اقلیمي بدلون او د طبیعي پېښو د مدیریت وزارت (BNPB) او ځايي ټولنې د پراختیایي پروګرامونو له مسولینو سره کتلي.

افغان پلاوي د اوبو سرچینو مدیریت، د اوبو لګولو اتومات سیسټمونه، د اقلیمي بدلون سره د مقاومت مرکزونه، د طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالی او بېړني عملیاتي سیسټمونه له نږدې څېړلي.

همدارنګه د اندونیزیا د مالیې وزارت، د اسلامي بانکدارۍ کوپراتیفونو او BMT (Baitul Maal wa Tamwil) ادارو د فعالیتونو کتنه یې کړې او د ګډو تجربو د شریکولو زمینه او فرصتونه برابر شوي دي.

د دې تر څنګ یې په خپلو ساحوي لیدنو کې د Sabo ډیمونه، د پېښو د مخکینۍ خبرتیا سیسټمونه او د کلیو د مقاومت پروژې له نږدې کتلې دي.

دغه‌راز له تاریخي او مذهبي ځایونو څخه یې هم لیدنه کړې، چې پکې د Monas ملي یادګار او د استقلال جامع جومات شامل وو او د یاد هېواد له علمای کرامو سره یې هم کتلي دي.

په لیدنو کې دواړو هېوادونو د همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی او تجربې یې سره شریکي کړې دي.

ډاکټر ملا زین‌العابدین عابد دا ډول سفرونه خورا اغیزمن بللي او ویلي یې دي، چې په دغه سفر کې افغان پلاوي د اقلیم بدلون، د اوبو مدیریت، د افتونو پر وړاندې چمتووالي، اسلامي بانکدارۍ او د ټولنې پر بنسټ پروژو کې د خلکو د رول په تړاو بشپړ معلومات تر لاسه او یو ارزښتناک فرصت یې برابر کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، موږ هڅه کوو چې د اندونیزیا د سفر له لاسته راوړنو څخه د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په برخو کې ګټه واخلو. دغه‌راز د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ګډو همکاریو پر بنسټ مشترک اقدامات وشي.