ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۱۴ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۱۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې یو زر او ۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ زره او ۶۰۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۵۷ کورنیو سره ټولې اته میلیونه او ۲۴۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۴۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱۷تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۱۹۲مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه ۳۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۱تنه و، کندهار، فراه او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۱۷۶ زره کرایه  ورکول شوې ده.

 مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۸کورنیو سره ټولې۱۱۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوې:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۸۰۳تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۱۴۵عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۳۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۴۹تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲۸۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۵۷۵تنه و، کندهار، هرات، زابل، نیمروز، هلمند، فراه، او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، ۷۶۸ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷۱کورنیو سره ټولېیو میلیون او ۴۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۴۱۴خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۳۷عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۲۳۰کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۷۶۹۸تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د الي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷۴۷کورنیو سره ټولې۱۴ میلیونه او ۴۱۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته یو زر او ۳۹۶عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۱۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۳تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 د هلمند له بهرامچې څخه ننه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۰تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۵۴ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷کورنیو سره ټولې۱۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۸۸۴‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۶۵۳تنه و، فاریاب، بغلان، جوزجان، کندوز، بلخ، سرپل، خوست، کندهار، سمنګان، پکتیا، پکتیکا، غزني، میدان وردګ او غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته نهه میلیونه، ۳۵۲ زره  او۵۷۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               دوه زره او ۵۹۸کورنۍ او ۱۵ زره او ۸۳۴وګړي

لېږدول شوي کډوال:           یو زر او ۲۰۵کورنۍ او شپږ زره او ۴۶۹وګړي

مرسته شوي کډوال:             درې زره او ۱۳۰کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          یو زر او ۶۷۸عدده