ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حماس اسلامي غورځنګ یو ځل بیا خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی

حماس اسلامي غورځنګ د غزې د اوربند هوکړې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ د وروستي وړاندیز په تړاو خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی.

یاد غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سملاسي د خبرو اترو لپاره چمتو یو.

حماس د غزې د اوربند په تړاو د ټرمپ له وړاندیز او څرګندونو وروسته خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: “حماس غورځنګ د هر هغه نوښت هرکلی کوي، چې زموږ د خلکو پر وړاندې د تېري پای ته رسولو د هڅو ملاتړ کوي او د بندیانو د خوشي کولو په موخه د خبرو اترو مېز ته د سملاسي کېناستلو لپاره خپل چمتووالی څرګندوي.”

په مقابل کې یې غوښتي، چې جګړه به په بشپړ ډول پای مومي، ټول اسرائیلي عسکر به له غزې تړانګې وځي او د غزې د مدیریت په موخه به د خپلواکو فلسطینیانو کمېټه جوړېږي، تر څو ژر تر ژره خپلې دندې پیل کړي.

ټرمپ له دې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو لیکلي وو: “اسرائیلو زما شرطونه منلي او اوس د حماس وار دی، چې ویې مني.”

د راپورونو له مخې، د امریکا په وړاندیز شوې طرحه کې د ټولو اسرائیلي بندیانو خوشي کول او په بدل کې یې د اسرائیلي رژیم له بند خونو له دوو زرو څخه تر درېیو زرو د فلسطیني بندیانو ازادول شامل دي.