د راپورونو له مخې، په اشغال شوي بیتالمقدس کې د وسلهوال برید له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د امبولانس د خدمتونو ادارې ویلي، په دې وسلهوال برید کې ۱۵ کسان ټپيان شوي، چې د ۷ یې حالت نازک دی.
د راپورونو له مخې، برید کوونکو هم په ځوابي ډزو کې ژوند بایللی دی.
اسرائیلي پولیسو ویلي، چې یوه پولیس او یوه ملکي کس پر برید کوونکو ځوابي ډزې کړې دي.
حماس اسلامي غورځنګ او د فلسطین اسلامي جهاد د دې برید مسولیت نه دی منلی، خو یاد برید یې ستایلی دی.
حماس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا برید “د اشغالګرو د جرمونو او زموږ د خلکو د نسل وژنې پر وړاندې طبیعي غبرګون و” او ښکاره پیغام ورکوي، چې “د غزې ښار د نیولو او ویجاړولو او د مسجد الاقصی د بې حرمتۍ کولو” لپاره به د اسرائیلو پلانونه بېسزا پاتې نشي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې به د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلي یرغلګرو یرغل زموږ د خلکو هوډ او مقاومت کمزوری نه کړي.
د فلسطین اسلامي جهاد پوځي څانګې القدس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا برید د فلسطین په خاروه “د صهیونیستي دښمن د روانو جرمونو پر وړاندې طبیعي او مشروع ځواب و.”

