اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ۱۷مه ګڼه فرمان، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی و، د حکومتي ادارو مسولینو، د رسنیو استازو، قومي مخورو، شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګپالانو او ځوانانو په شتون کې تشریح شو.
د اطلاعاتو او کلتور د ریاستونو مسولینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له فرمانونو اطاعت او پیروي د ټولو مسلمانانو شرعي او ټولنیز مسولیت بللی او ویلي یې دي، چې د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناوړه رواجونو مخنیوی د ټولو ګډ مسولیت دی او د ستونزو په حل کې باید یو له بل سره همکار پاتې شو.
دوی ټینګار کړی، چې د ناوړه دودونو مخنیوی یوه جدي اړتیا ده او د ټولنې ټول اقشار باید په دې برخه کې کار وکړي، ځکه ناوړه دودونه د بېلابېلو اقتصادي، کلتوري، ټولنیزو او نورو ستونزو لامل ګرځي.
د حکومتي ادارو مسولینو، د رسنیو استازو، قومي مخورو، شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګپالانو او ځوانانو د یاد فرمان اطاعت او پلي کول په ټولنه کې یو مهم اصل یاد کړی دی.
دوی ویلي، موږ په هغه ټولنه کې ژوند کوو، چې ناوړه دودونه د اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو ستونزو لامل ګرځي او باید مخنیوی یې وشي.
دغهراز د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسولینو ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

