د کابل ښاروالۍ له لوري نن ( سېشنبه، د وږي ۱۸مه) په پلخیشتي سیمه کې تر ځمکه لاندې سوداګریز مارکېټ په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د پرانیستنې په مراسمو کې د یاد مارکېټ پر سمه کارونه او ساتنه ټینګار کړی دی.
ښاغلي سجستاني ویلي، دا مارکیټ د ۳۰ کلونو لپاره خصوصي شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی، چې لهمخې به يې په دې موده کې ۶۵ سلنه عواید قراردادي شرکتونو او ۳۵ سلنه نور کابل ښاروالۍ ته رسېږي.
دا مارکیټ، چې له سپاهي ګمنام چوک څخه پيل او تر پلخیشتي پورې امتداد لري، په شاوخوا اوه زره متره مربع ځمکه جوړ شوی دی.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دا مارکېټ ۲۰۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره پلنوالی لري او ۳۴۰ هټۍ پکې جوړې شوې دي.
دغهراز یاد مارکېټ د ټولو اړینو معیارونو په درلودلو سربېره په دخولي او خروجي دروازو، تشنابونو، د ښاري او سولري برېښنا سیسټم، اطفایه او امنیتي تجهیزاتو سمبال دی.
کابل ښاریانو د یاد مارکېټ په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او له ښاروالۍ یې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.

