د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ پر چارواکو د اسرائیلي یرغلګرو برید له ګڼو سیمهییزو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی.
د اسلامي امارت په شمول ډېری هېوادونو دا برید په کلکو ټکو غندلی او د قطر د حاکمیت ښکاره نقض یې بللی دی.
صهونیستي رژیم پرون (سېشنبه، د زمري ۱۸مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ پر مذاکراتي پلاوي برید کړی.
دا پلاوی داسې مهال په نښه شوی، چې د اوربند لپاره یې د ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې په اړه سلا مشورې کولې.
د راپورونو له مخې په دې برید کې د حماس پینځه غړي او د قطر یو امنیتي ساتونکی شهیدان شوي. په شهیدانو کې د حماس د مذاکراتي ډلې د مشر خلیل الحیه زوی او د هغه د دفتر مشر هم دي.
د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر منلې، چې پوځ یې په دوحه کې د حماس پر مشرانو برید کړی دی. دا پر قطر د اسرائیلي یرغلګرو لومړی برید دی، حال دا چې یاد هېواد د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلي یرغلګرو تر منځ د خبرو اترو مهم منځګړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت دا برید «بزدلانه» عمل بللی او په کلکه یې غندلی دی.
یاد وزارت دغه برید له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او د دې هېواد د وګړو امنیت ته جدي ګواښ ګڼلی دی.
د سیمې او نړۍ په کچه یو شمېر غبرګونونو ته په لاندې توګه کتنه کوو:
د افغانستان اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: “صهیونیست رژیم په مکرر ډول او په خورا بېباکۍ د انساني او سیاسي متعارفو نورمونو نقض کوي او پرلهپسې جنایات ترسره کوي، خو هېوادونه او نړیوال سازمانونه یې پر وړاندې چوپ دي او دا خورا د تأسف خبره ده.”
دغه راز اسلامي امارت غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره باید د اسرائیلو د یرغلونو او روانو وحشتونو مخه ونیول شي.
حماس اسلامي غورځنګ
حماس اسلامي غورځنګ یاد برید “ناوړه جنایت، ښکاره تېری او د ټولو نړیوالو قوانینو څرګند نقض” بللی دی.
حماس ویلي، دا برید د قطر پر حاکمیت برید دی… او ښيي، چې اشغالګر د خپل جنایتکارانه طبیعت له مخې د هوکړې هر ډول چانس له منځه وړي.
ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر دوحه برید د قطر له حاکمیت او ځمکنی بشپړتیا څخه “ښکاره سرغړونه” بللی دی.
نوموړي د یاد برید په غندلو سره ویلي، چې د غزې په جګړه کې ټول ښکېل اړخونه باید د دایمي اوربند لپاره کار وکړي، نه دا چې امکان یې له منځه یوسي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د یاد برید په اړه بېړنۍ غونډه کوي. د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې دا غونډه به نن چهارشنبه په نیویارک کې د امنیت شورا د غړو په ګډون جوړه شي.
سعودي عربستان
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت دا وحشیانه بريد په کلکو ټکو غندلی او د قطر له ځمکنۍ بشپړتیا او نړیوالو قوانیو یې ښکاره سرغړونه بللی دی.
یاد وزارت د اسرائيلي اشغالګرو د “جنايتکارانه تېريو” د سختو پایلو خبرداری ورکړی او ټينګار يې کړی، چې خپل ټول امکانات د هر ډول اقدام لپاره د قطر په واک کې ورکوي.
ترکیه
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پر دوحه د اسرائیلي رژیم برید غندلی او ویلي یې دي، دا برید ښيي چې اسرائیل په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړې ته لېوالتیا نه لري.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: “د سولې د خبرو په جریان کې د حماس د مذاکراتي پلاوي په نښه کول څرګندوي، چې اسرائیل سولې ته د رسېدو اراده نه لري، بلکې د جګړې د دوام په لټه کې دي.”
د دې تر څنګ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په تلیفوني خبرو کې ویلي، چې هېواد یې په ټول توان او قوت د قطر له دولت او خلکو سره درېږي.
متحد عربي امارات
متحده عربي امارتو هم د اسرائیلي رژیم برید غندلی او له قطر څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د متحده عربي اماراتو د دولت د مشر ډيپلوماټیک سلاکار انور قرقاش ویلي: “د عرب خلیج هېوادونو امنیت نه بېلېدونکی دی او موږ له خپل ورور هېواد قطر سره ولاړ یو، پر دې هېواد د اسرائیلي خاینانه برید غندو او د دې تېري په مقابل کې یې بشپړ ملاتړ کوو.”
کویټ
د کویټ د بهرنیو چارو وزارت هم یاد برید په سختو ټکو غندلی او دا برید یې پر قطر د اسرائیلي یرغلګرو وحشایه تېری بللی دی.
اردن
د اردن د بهرنیو چارو وزارت دا برید په سختو ټکو غندلی او د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه یې ښکاره سرغړونه ګڼلی دی. دغهراز یاد برید یې د قطر پر امنیت او حاکمیت برید ګڼلی دی.
یاد وزارت د اسرائیلو برید یو “خطرناک او نه منل کېدونکی پاروونکی کرکېچ” یاد کړی دی.
د خلیج د همکارۍ شورا
د خلیج د همکارۍ شورا دا برید “کرغېړن” عمل بللی او له قطر څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
یادې شورا ویلي، چې اسرائیلو په دې برید سره ټول نړیوال قوانین او تړونونه مات کړي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، تر څو له اسرائیلو پوښتنه وکړي او مسول یې وګڼي.
ایران
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا برید ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي، چې دا جنایت له نړیوالو قوانینو او د قطر له حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده.
یاد وزارت زیاته کړې، چې اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې له نسلوژنې سره هممهاله ټولې سیمې ته د خپلو تېریو لمن پراخه کړې او د سیمې او نړۍ امنیت یې له بېمخینې ګواښ سره مخ کړی دی.
فلسطین
د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم پر دوحه د اسرائیلي یرغلګرو برید غندلی او له نړیوالو قوانیو څخه یې ښکاره سرغړونه بللی دی.
نوموړي ویلي، دا یو داسې کړکېچ دی چې د سیمې او امنیت ثبات ته ګواښ پېښوي.
د دې تر څنګ په غزه کې د حکومت د رسنیو د دفتر مشر د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسرائیلي یرغلګرو برید یو بزدلانه عمل بللی دی.
برېتانیا
د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر په قطر کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو برید غندلی دی.
نوموړي دا برید د قطر له حاکمیت سرغړونه او د سیمې د کړکېچ د زیاتوالي لامل بللی دی.
د برېتانیا لومړي پر خپله ایکس پاڼه پر سملاسي اوربند او غزې ته د بشري مرستو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
فرانسه
د فرانسې ولمسشر امانویل مکرون پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې پر قطر برید که په هر دلیل وي، د منلو وړ نه دی.
نوموړي له قطر او دولت سره یې خپل ملاتړ اعلان کړی او ټینګار یې کړی، چې جګړه باید په هېڅ حالت کې هم پراخه نشي.
اروپايي ټولنه
اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ويلي، چې په دوحه کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو هوايي برید له نړیوالو قوانینو او د قطر له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده.
اروپايي ټولنې د اسرائیلو د برید د پایلو او په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.
سربېره پر دې عراق، د یمن حوثیانو، مالدیف، پاکستان، لبنان، مراکش، سوريې، سوډان، مصر، الجزایر، عمان، قزاقستان، هسپانیا، لبیا، اېټالیا، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو هم پر قطر د اسرائیلي یرغلګرو برید غندلی او د قطر له حاکمیت څخه یې ښکاره سرغړونه یاد کړی دی.

