د افغانستان خصوصي سکټور او د قزاقستان د خوراکي توکو د قرارداد ملي شرکت تر منځ د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي او په کابل کې د قزاقستان د سفیر ګزیز اکباسوف په شتون کې ناسته وشوه.
نورالدین عزیزي په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ ۳ میلیارده ډالرو ته د سوداګرۍ کچې د لوړېدو په موخه اړین فرصتونه رامنځته کړي.
په دې ناسته کې د افغانستان د خصوصي سکټور او د قزاقستان د خوراکي توکو ملي شرکت تر منځ د ۱۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دې هوکړو له مخې به نږدې ۶۰۰ زره ټنه لومړني توکي، چې اوړه، غنم، زغر او سویابین پکې شامل دي، له قزاقستان څخه وپېرل شي.

