د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د دوو ماشومانو په شمول اوو نورو فلسطینیانو د لوږې او خوارځواکۍ له امله ژوند بایللی دی.
یاد وزارت زیاتوي، تر دې مهاله په غزه کې د لوږې له امله ۴۲۰ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۱۴۵ یې ماشومان دي.
په غزه کې د پراخه لوږې او قحطۍ تر څنګ اسرائیلي یرغلګرو خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی.
د راپورونو له مخې، یوازې له نن سهار راهیسې د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۱۱ یې یوازې د غزې په ښار کې دي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۶۴ زره او ۷۵۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۴ زره او ۵۹ نور ټپيان شوي دي.

