ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له مولوي امیرخان متقي سره د امریکايي پلاوي لیدنه؛ پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ پلاوي، چې د افغان سولې لپاره د دې هېواد پخوانی ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد هم پکې و، وکتل.

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، د اتباعو پر مسایلو، او په افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

دواړو لوریو ټینګار کړی، چې په دوه اړخیزو اړیکو کې پر شته او راتلونکو بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د هغو اتباعو په اړه چې په یوه او بل هېواد کې بندیان دي، خبرو ته ادامه ورکوي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو لوریو تر منځ په دوحه کې پخوانیو مذاکراتو ته په اشارې سره ویلي، اوس د دې ښه فرصت برابر شوی، چې اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي او د دوه اړخیزو اړیکو کې داسې پېچلې ستونزې نشته، چې حل یې ډېر ستونزمن وي.

د امریکايي پلاوي مشر لومړی د هېواد په مشرقي ولایاتونو کې د زلزلې په اړه تسلیت ویلی او کابل ته یې خپل پخوانی سفر ګټور یاد کړی دی.

نوموړي ویلي، چې دواړه لوري باید د تېرو ناستو په تعقیب هلې ځلې وکړي، تر څو ښې پایلې تر لاسه شي.

د امریکايي پلاوي مشر زیاته کړې، چې هېواد یې د ملتونو د انتخاب ازادۍ ته درناوی لري او نه غواړي پر افغانانو څه شی وتپي.

همداراز د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر هغو فرصتونو هم خبرې شوې، چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.