ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یوازې پرون (شنبه) د غزې په ښار کې ۴۹ فلسطینیان شهیدان او شپږ زره نور بې‌ځایه شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو پر غزه ښار بریدونه جاري ساتلي او یوازې پرون یې په دې ښار کې لږ تر لږه ۴۹ فلسطینیان شهیدان کړي دي.

صهیونیستي عسکر په غزه ښار کې په سیسټماټیک ډول د ملګرو ملتونو د ښوونځیو په شمول، چې اوس د فلسطینیانو په پناه‌ځایونو بدل شوي، ودانۍ ویجاړوي او له منځه یې وړي.

همدارنګه پرون شنبه د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې په ټوله غزه تړانګه کې لږ تر لږه ۶۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د فلسطین ملکي دفاع اداره وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله یوازې پرون (شنبه) د غزې ښار له شپږ زره ډېر فلسطینیان بې‌ځایه شوي دي.

د یادې ادارې ویاند محمود باسل ویلي: “د غزې ښار اوسېدونکي د روانې کلابندۍ او پرله‌پسې بمبارۍ له امله په سخت حالت کې ژوند کوي.”

د عیني شاهدانو په خبره، اسرائیلي یرغلګرو پرله‌پسې او چټکۍ سره پر غزه ښار بریدونه جاري ساتلي او د خبرپاڼو په خپرولو سره یې لوږې او قحصۍ ځپلو فلسطینیانو ته خبر ورکړی، تر څو د ژوندي پاتې کېدو لپاره سیمه پرېږدي او وتښتي.

له غزې ښار څخه د الجزیرې خبریال هاني محمود ویلي، چې د اسرائیلي یرغلګرو جیټ الوتکې په “هرو ۱۰ او ۱۵ دقیقو کې” پر استوګنیزو ودانیو او عامه تاسیساتو بمونه غورځوي او ډېری وخت خلکو ته کافي وخت نه ورکوي، چې خوندي سیمو ته ولاړ شي.

تر دې مهاله په غزه ښار کې شاوخوا ۹۰۰ زره فلسطینیان لا هم پاتې دي.

د الشفا روغتون مشر ډاکټر محمد ابو سلمیه ویلي، چې د غزې ښار اوسېدونکي د دې ښار له ختیځ څخه لوېدیځ ته کډوال کېږي، خو “ډېر کم خلک توانېدلي، چې سویل ته ورسېږي”.

نوموړي زیاته کړې: “هغه خلک چې سویل ته کډوال شوي، د اوسېدو لپاره یې خوندي ځای نه دی موندلی، ځکه چې المواصي کمپ په بشپړ ډول ډک دی او په دیرالبلاح کې هم له اندازې زیاته ګڼه ګوڼه ده.”

د ابو سلمیه په خبره، ډېری فلسطینیان چې خوندي ځای او لومړني خدمات یې نه دي موندلي، بېرته غزې ښار ته راګرځېدلي دي.