ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په افغانستان کې د ناروې له کمېټې سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او په افغانستان کې د ناروې کمیټې ترمنځ د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، چې دغه هوکړه د یادې ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر ملا زین‌العابدین عابد او په افغانستان کې د ناروې کمیټې د رییس تاریا واتردال ترمنځ لاسلیک شوه.

د ناروې کمیټې رییس د ګډو همکاریو پر ارزښت ټینګار کړی او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې څخه یې غوښتې چې په نورو اړوندو پروګرامونو کې هم ګډون وکړي.

ورته مهال ډاکټر ملا زین‌العابدین عابد د ناروې کمیټې له همکاریو مننه کړې او د دې هوکړې‌لاسلیک یې د هېواد د چاپېریال او زده‌کړو د وضعیت د ښه‌والي پر لور یو مهم ګام بللی دی.

د یادونې وړ ده چې د دې هوکړې له‌مخې به په بدخشان، فاریاب، بلخ او تخار ولایتونو کې د باکیفیته زده‌کړو د فرصتونو پیاوړتیا ، د څښاک اوبو، روغتیایي او چاپېریالي حفظ‌الصحې خدمتونه وړاندې شي.