ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۹۱ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي

د ټولګټو وزارت وايي، چې تېره اونۍ (د ۱۴۰۴ کال د سنبلې مياشتې له ۱۴مې تر ۲۰مې) د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۱ زره او ۳۷۳ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، د حیرتان بندر له لارې ۶۴ زره او ۸۵۹ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۲ زره او ۱۷۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰ زره او ۷۸۱ ټنه او د هرات-خواف له لارې ۱۳ زره او ۵۶۲ ټنه توکي لېږدول شوي دي.

دا توکي چې نفتي او غیرې نفتي مواد پکې شامل دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

دغه‌راز تېره اونۍ ۳۵۶ ټنه صادرات شوي، چې یوه برخه یې وچه مېوه او مس دي.

څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابرېږي، ملي عواید زياتېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان‌بسياينې ته لاره هوارېږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.