ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) د جګړه‌‌ییزو ګډو زده‌‌کړو له قوماندانۍ ۷۶ ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۷۶ ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) د جګړه‌‌ییزو ګډو زده‌‌کړو قوماندانۍ د ځانګړو وړتیاوو ښوونځي د جمع‌ نظام او مېډیک له فوق‌العاده زده‌‌کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) د جګړه‌ییزو ګډو زده‌‌کړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي او یو شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.

مولوي شیر احمد محمدي فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي: “موږ او تاسو باید د الله ج شکر ادا کړو، چې اسلامي نظام ته د خدمت کولو ویاړ یې را په برخه کړی دی. د مشرانو او مسولینو د اوامرو اطاعت وکړئ، د خپل مسؤلیت اړوند زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړئ او درسپارل شوې چارې د تقوا او پرهېزګارۍ په رڼا کې ترسره کړئ.”

نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی ښودلی دی.