ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر سره وکتل

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې پر ۲۵مه نېټه پخپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر سید محمد اتابک او مل پلاوي سره وکتل.

د دې لیدنې پر مهال دواړو لوریو د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ، ترانزېټ، پانګونې چابهار او د دواړو هېوادونو تر منځ د مشترکې اقتصادي کمېټې د کارونو او لا موثریت په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.