پر غزې ښار د اسرائیلو له لوري د بریدونو زیاتېدو سره هممهاله، امریکا د شپږم ځل لپاره غزه کې د سمدستي اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه لیک ویټو کړ.
دا پریکړهلیک تېره ورځ (پنجشنبه، د وږي ۲۷ مه) له امریکا پرته د امنیت شورا د ۱۴ غړو هېوادونو له لوري تصویب شو، چې غزه کې له قید او شرط پرته د سمدستي اوربند غوښتنې سربېره پر بشري مرستو د لګول شويو محدودیتونه د لغوه کېدو غوښتنه هم پکې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له نږدې دوو کلونو وروسته د ملګرو ملتونو د څېړنې کمېسیون اعلان کړی په غزه کې د اسراییلي اشغالګرو جګړه نسلوژنه بلل کېږي.

