ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د ملګروملتونو سرمنشي باید د خپلو خبرو معنا او الفاظو ته پام وکړي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه څرګندونې په کلکه غندلي چې په افغانستان کې یې د ښځو په اړه اقدامات احمقانه بللي وو.

ښاغلي مجاهد ویلي، د ملګروملتونو سرمنشي باید د خپلو خبرو معنا او الفاظو ته پام وکړي او بې‌سنجشه توري ونه کاروي.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې د ښځو او نارینه وو په اړه قوانین او لارښوونې د اسلامي شریعت پر بنسټ او له هغو سره مطابق دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، که څوک پخپله د شریعي قوانینو په اړه معلومات ونه لري دا د هغو خپله ناپوهي ده، چې باید د نورو د تورنېدو پرځای خپل معلومات بشپړ کړي.