د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د “کابل لمر” شرکت له رییس منصور احمدزي سره د سرب او جستو د پروسس کارخونې د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ یاده کارخونه به د ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې سره په درېیو پړاوونو کې جوړه شي او تولیدي وړتیا به یې په ورځ کې تر پینځه زره ټنه پورې ورسېږي.
ویل شوي چې یاد شرکت د کارخونې د اړتیا وړ انرژۍ د تامین لپاره، د حرارتي برېښنا دستګاه جوړوي او د دغې دستګاه د خامو موادو برابرولو لپاره به د ډبرو سکرو پر کان هم پانګونه وکړي.

