ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار کې د ۲۹۱ زره ډالرو په لګښت د اوبو لګولو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کندهار د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ۲۹۱ زره ډالرو په لګښت د اوبو لګولو یو لوی کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد کانال ۷ کیلو متره اوږدوالی لري، چې ۵.۱ کیلو متره یې په کانکریټي او معیاري بڼه جوړ شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دا کانال د کندهار د کرنې ریاست په نوښت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي لګښت جوړ شوی او ۶۳۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

اوس‌مهال شاوخوا دوه زره او ۳۳ کورنۍ له دې کانال څخه په مستقیمه بڼه ګټه پورته کوي.

د کانال په اوږدو کي د هایدرولیکي جوړښتونو په شمول پلچکونه، پارچاوې، ډراپونه، ترنابونه او دهنۍ هم جوړې شوې دي.