د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې له ډبرو سکرو او بایوماس څخه د برېښنا د تولید څو پروژې پانګوونې ته چمتو دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا تولید پروژې د بغلان په خنجان او دشت خواجه الوان، د بامیان په کهمرد او سیغان، د بلخ په شولګره او چشمه شفا او د هرات په کرخ ولسوالیو کې او همدا راز له بایوماس څخه د برېښنا تولید پروژې د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې پانګوونې ته چمتو دي.
د دې پروژو د برېښنا د تولید ظرفیت یو زرو۶۸۰ مېګاواټو ته رسېږي.
د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره خورا ښه فرصتونه برابر کړي، چې ټول کورني او بهرني پانګوال په دې سکټورونو کې په پوره ډاډ پانګونه کولای شي. اسلامي امارت ټولو ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي.

