د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو تر منځ د بودیجې پر سر له ژور اختلاف وروسته دولتي ادارې تړل شوې او خدمات یې ځنډولي دي.
ویل کېږي چې حکومت ۷۵۰ زره کارکوونکي رخصت کړي دي.
د امریکا کانګرس د بودیجې په تصویبولو کې پاتې راغلی او جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان هوکړې ته نه دي رسېدلي.
ډیموکراتان د روغتیايي سکټور، ټولنیزو پروګرامونو او بهرنیو مرستو غوښتنه کوي، حال دا چې جمهوري غوښتونکي یې کمښت غواړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د بودیجې پر سر د اختلاف له امله په امریکا کې دولتي ادارې تړل کېږي؛ له ۱۹۷۶ کال راهیسې بېلابېل حکومتونه د بودیجې له کمښت او تعطیل سره مخ شوي دي.

