د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ازموینو ملي اداره ګڼې کړنې او لاستهراوړنې لري، چې مهمو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو.
– د ازموینو ملي ادارې د امکاناتو په سنجولو، د نیمګړتیاوو په له منځه وړلو او د منظم کاري پلان د چمتو کولو پر مټ په تېرو څلورو کلونو کې مؤثرې ازموینې اخیستې دي. دغهراز په هېواد کې یې د کانکور د یوه معیاري سیسټم په رامنځته کولو او د دې ادارې د حیثیت پورته کولو په موخه اړینې طرحې چمتو کړې دي.
– د ازموینو ملي ادارې هڅې پیل کړې، چې د کانکور ازموینو اوسنی سیسټم نوی کړي او ګډونوالو ته پکې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي. دا نوی سیسټم به خوندي، منلی او په نړیوالو معیارونو برابر وي. دا سیسټم به د بېلابېلو ازموینو د سملاسي نومرو ورکولو د وړتیا تر څنګ ګڼې نورې اسانتیاوې هم ولري، چې اوس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ انجنیران په عملي ډول د سیسټم په جوړولو کار کوي.
– په تېرو کلونو کې د پوښتنو بانک ته جدي پاملرنه شوې، د هرې رشتې لپاره متخصصین استادان مؤظف کړل شوي او د پوښتنو بانک پر اصلاح کار پیل شوی دی. پر کانکور سربېره د دیني علومو، طبي برخو، فوق لسانس برنامو او نورو اکاډمیکو پروګرامونو لپاره جلا د پوښتنو بانکونه جوړل کړل شوي او متخصصو کادرونو په پښتو، دري، انګلیسي او عربي ژبو معیاري پوښتنې جوړې کړې دي. دغهراز اوسمهال د هرې ازموینې لپاره په هره ژبه جلا پوښنې جوړیږي او له یوې ژبې څخه بلې ته نه ژباړل کیږي او همدارنګه د کانکور او نورو ازموینو لپاره هر کال نوې پوښتنې جوړیږي. د دې ترڅنګ د پوښتنو د سموالي څخه د ډاډ په موخه بېلابېلې تخصصي کمېټې جوړې شوي او پوښتنې له ادبي، املایې او تحصصي پلوه کتل کېږي، چې له امله یې هر ډول تېروتنه تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې ده.
– د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک خورا غني شوی او دا مهال په ټولیز ډول په یاد بانکې کې ۲۲۲ زره او ۸۶۷ پوښتنې شتون لري.
– د ازموینو ملي ادارې او د ازموینو په پروسو کې د ګډون کوونکو د ستونزو معلومولو په تړاو کمېټې جوړې شوې او له مخې یې په ازموینو کې ګډونوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي. له دې جملې څخه د ګډونوالو لپاره په ازموینو کې د وخت زیاتول، یانې له (۱۶۰)دقیقو څخه (۲۴۰) دقیقو ته زیات شوی دی.
– پخوا به د ازموینو د ګډونوالو لپاره پوښتنې یوازې په پښتو او دري ژبو جوړېدې خو اوس په هره ازموینه کې په انګلیسي او عربي ژبو هم د متخصصینو له لورې پوښتنې جوړېږي او د ګډونوالو له غوښتنې سره سم ورته په همغه ژبه د پوښتنو کتابچې چاپېږي.
– د ګډونوالو لپاره د عامه پوهاوي پرګرامونه، په پوښتنو کې د ابهام او ژباړې تصور له منځه وړل، د بېرته راستنېدونکو ځوانانو لپاره د حق الشمول معاف کول، ناروغو او زنداني محصلانو ته د ازموینې ورکولو اسانتیا برابرول، هرې ازموینې وروسته د متفرقه ازموینې اسانتیا برابرول د یادې ادارې له نورو لاستهراوړنو څخه دي.
– په لومړي ځل د کانکور ازموینې لپاره د نوم لیکنې فورمو وېش انلاین سېستم جوړ شوی او اوس هر ګډونوال پخپل ولایت، ولسوالۍ او خپل کور کې په اسانۍ سره د نوم لیکنې فورم ترلاسه کولای شي.
– د ازموینو ملي ادارې که څه هم له پخوا راهیسې د تحصیلي بنسټونو لپاره د کانکور او بېلابېلو اداراتو لپاره د عصري علومو په برخه کې ازموینې اخیستې، خو په ډېر بریالیتوب سره یې د اسلامي علومو په برخه کې د علماوو لپاره د علمي سویو د تثبیت ازموینې ترتیب کړې او په دې ازموینو سره ثابته شوه، چې ازموینو ملي اداره د هر ډول ازموینو د اخیستلو مدیریت او وړتیا لري.
– د ازموینو ملي اداره هر کال د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د مدارسو له فارغانو او طلباء کرامو څخه د ثانویه او مافوق الثانویه(دولسم او څوارلسم) درجو تثبت ازموینې اخلي او بریالیو طلباء کرامو لپاره کشف الدرجات پاڼې ترتیب، چاپ او ورته یې ویشي. په تېرو څلورو کلونو کې د ۱۸ زره او ۲۰۰ طلباء کرامو لپاره کشف الدرجات ترتیب او ورته ویشل شوي دي.
– د ازموینو په پروسو کې د حق پېژندنې او حق رسونې په موخه د شایسته سالارۍ اصل په ښه ډول پلی شوی دی. همدا حق پېژندنه او حق رسونه ده، چې یادې ادارې د بېلابېلو دولتي ارګانونو او ادارو لپاره ازموینې اخیستې دي.
– د کارکوونکو د مسلکیتوب او ظرفیت لوړونې لپاره بېلابېل پروګرامونه چمتو شوي، له وظیفوي اجراتو څخه جدي څارنه شوې، د ازموینو کمېټې لپاره د نویو سرورونو په شمول د ادارې ټولو اړتیا وړ توکو لکه: کمپیوترباب، قرطاسیه او نور وسایل وخت پر وخت برابر شوي. په مرکز او ولایاتو کې د ازموینو لپاره د ممتحن پلاوي او تخنیکي ټیمونو د انتقال په موخه ترانسپورټي امکانات برابر شوي دي.
– د ازموینو ملي اداره د اطلاعاتو او عامه اړیکو څانګې له لارې له خلکو سره شپه او ورځ په اړیکه کې ده، په انلاین بڼه یې ستونزې اوري او په تېرو کلونو کې له شاوخوا ۱۴۰۰ زره کسانو سره د بېلابېلو ادرسونو له لارې معلومات شریک شوي دي. همدارنګه په مرکز او ولایاتو کې د ازموینو له تخنیکي پروسو سره د بلدتیا په موخه لارښود پروګرامونه، بروشرې، ویډیو کلیپونه او زدهکړهییز ټولګي جوړ شوي او د ګډونوالو عامه پوهاوی لوړ شوی دی.
– په اوو زونونو (بامیان، پکتیا، ننګرهار، کندوز، بلخ، هرات او کندهار) کې د ازموینې ملي ادارې امریتونه جوړ شوي، چې اوس د اړوند ولایتونو خلک خپلې ستونزې په اړوندو زوني مرکزونو کې حل کولای شي.
– ازموینو ملي ادارې له ۱۴۰۰ څخه د ۱۴۰۴ کال تر پایه امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو ته د نویو محصلانو د ورپېژندنې (کانکور ازموینې) تر څنګ بېلابېلو اکاډمیکو او ټولنیزو ادارو لپاره په خورا شفاف ډول سترې او وړې ډلهییزې ازموینې اخیستي او په شفاف ډول یې بریالي داوطلبان ورمعرفي کړي دي.
– په تېرو څلورو کلونو کې دې ادارې په ټولیز ډول په مرکز او ولایاتو کې ۱۳۵ سترې او وړې ازموینې اخیستي دي.
– د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه چې په ازموینه کې د روڼتیا لپاره خورا مهمه او مؤثره ټکنالوژي ثابته شوې، په ټولو ازموینو کې په منظم ډول تطبیق شوې، په تېرو څلورو کلونو کې د ټولو ګډونوالو معلومات ثبت شوي او د ازموینې په ورځ بیا ځلې چک شوي. د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسې د تطبیق له امله هېڅ بیروني کس نه دی توانېدلی چې په ازموینه کې د بل چا پر ځای ګډون وکړي او ازموینه ورکړي.
– د شهرت د اصلاح لپاره انلاین سیستم رامنځته شوی او د ازموینو له ګډونوالو سره د شهرت له شریکېدو وروسته د هغوی په شهرت کې تېروتنه په انلان بڼه اصلاح کېږي، چې ګډونوالو ته یې په یاده برخه کې خورا اسانتیا رامنځته کړې ده.
– د ازموینو بهیر او پایلو په تړاو د شکایتونو ثبت منظمه څانګه جوړه شوې، چې د هرې ازموینې او پایلو له اعلان څخه وروسته په فزیکي او انلاین بڼه د ګډونوالو شکایتونه ثبتوي او په ډقیق ډول یې څېړي.
– په تېرو څلورو کلونو کې د ازموینو ملي ادارې په مجموعمي ډول له شاوخوا ۱ میلیون، ۲۱ زره او ۱۹۷ تنو څخه ازموینې اخیستې، چې له جملې څخه یې ۵۸۱ زره او ۸۷۷ تحصیلي بنسټونو او بېلابېلو ادارو ته بریالي ورپېژندلي دي.

