ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اروپايي ټولنه له راستنېدونکو سره د استوګنې او کارموندنې په برخو کې همکاري کوي

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ شارژدافیرې مېرمن ویرونیکا بوسکوویچ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې لومړی مېرمن ویرونیکا بوسکوویچ خبرې وکړې او ویې ویل، په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې په بېلابېلو برخو کې زیات مثبت کارونه ترسره شوي، چې ټول یې شاهدان دي.

 نوموړې له افغانستان سره په ځانګړې توګه راستنو شویو کډوالو او د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره د اروپایي ټولنې مرستو ته په اشارې وویل، دا اتحادیه چمتو ده چې په افغانستان کې د معتادینو په درملنه کې هم همکاري وکړي.

دغه‌راز مېرمن ویرونیکا بوسکوویچ د اسلامي امارت له لوري د راستنو شویو کډوالو بهیر د مدیریت قدرداني وکړه او ویې ویل، اروپايي ټولنه په پام کې لري له راستنېدونکو سره د استوګنې او کارموندنې په برخو کې همکاري وکړي.

ورته مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې او مل پلاوي سره پر لیدنې خوښي څرګنده او له راستنو شویو کډوالو او زلزله ځپلو سره یې د اروپایي ټولنې د مرستو مننه وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي همداراز په افغانستان کې اقلیمي بدلونونو، طبیعي پېښو او راستونو شویو ګډوالو ته اشاره وکړه او د سیمې او نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل، چې د کډوالو د حقونو د تامین په برخه کې خپل مسولیتونه ادا کړي.