د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د هېواد د مقدسو ځایونو، واټونو او څلور لارو د نومونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د عباس کلي د سیمې اوسېدونکو په عرض پاڼه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې دا سیمه د حیدر خان کلا په نامه په ټولو دولتي اسنادو کې ثبت ده، باید له دې ورسته هم د حیدر خان کلا په نوم یاده شي.
همدا راز ناسته کې د کندوز ښار د شهید عارف خان درې لارې، په فراه ولایت کې د انار دره درې لارې او په فاریاب ولایت کې د ارمان ګروپ درې لارې په نومونو خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې د اسلامي امارت د مشرتابه مقام د حکم پر بنسټ د څلورلارو، واټونو او عامه ځایونو د اشخاصو په نامه له نومولو ډډه وشي.
د غونډې په پای کې د جلال بنسټ له خوا په کابل ښار او ولایتونو کې د څلور لارو پر جوړولو هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې تخنیکي کمیټه دې د یوې کړنلارې له جوړولو وروسته په مرکز او ولایتونو کې له اړونده ادارو سره شریکه او د همدې کړنلارې له مخې دې چارې ترسره کړل شي.

