ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صهیونیستي رژیم کابینې په غزه کې د اوربند طرحه تصویب کړه

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم کابینې په غزه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې طرحه تصویب کړې ده.

د راپورونو له مخې، د دې طرحې په تصویب سره به اوس اسرائیلي ځواکونه غزه تړانګه کې نویو ټاکل شویو کرښو ته شاتګ وکړي او تر راتلونکو ۷۲ ساعتونو پورې به زندانیان هم تبادله شي.

دغه‌راز ټاکل شوې د اسرائيل او حماس ترمنځ غزه کې د ‘سولې پلان پر لومړي پړاو’ هوکړه او اوربند د شنبې له سهاره عملي شي.

ورته مهال غزې کې د حماس د دفتر تبعیدي مشر خلیل الحیه ویلي، چې له امریکا او نورو منځګړو یې د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو تضمینونه ترلاسه کړي دي.