ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ذاكر جلالي: اسلامي امارت ډیپلوماټيکه بریا ترلاسه کړې

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي مرستیال ذاکر جلالي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړې ته په اشاره ویلي، چې اسلامي امارت له خپلې خاورې څخه د دفاع ترڅنګ د مسایلو په ډیپلوماټیک حل کې هم جدي و.

ښاغلي جلالي پر خپله اېکس پاڼه تینګار کړی، چې تاوتریخوالی او ترینګلې اړیکې د هېڅ هېواد په ګټه نه دي.

نوموړي زیاته کړې، د دغه هوکړه‌لیک محتوا څرګندوي، چې د اسلامي امارت مرکچي پلاوي ډیپلوماټیکه بریا هم ترلاسه کړې ده.

ذاکر جلالي دغه راز ویلي، دا د افغانستان پخوانی اصولي دریځ دی او تل یې ویلي، چې د نورو په چارو کې نه لاس‌وهنه یې تګلاره ده او ښه ده، چې پاکستاني لوري هم د منځګړو په شتون کې دا ژمنه وکړه.