ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر وړاندې نه کارول د اسلامي امارت همېشنی دریځ دی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړې ته په اشارې ویلي، د توافق نامې په اړه څرګندونې مشترکه اعلامیه نه ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، په دې څرګندونو کې دا جمله (او نه به د هغو ګروپونو د بریدونو ملاتړ کېږي، چې د پاکستاني حکومت خلاف دي) د اسلامي امارت همېشنی دریځ دی، چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر وړاندې د کارولو اجازه نه ورکوي، نه د بل چا پر خلاف د کوم برید ملاتړ کوي او په دې دریځ یې تل ټینګار کړی دی.

نوموړي دغه راز ویلي، اصلاً د دواړو لوریو تر منځ د یو بل پر خلاف د عداوت د هېڅ حرکت نه ترسره کولو توافق شوی، چې مهم ټکی دی.