د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رییسانو سره غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د بانکي سکټور د پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، برېښنایي بانکوالۍ او د بانکي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په اړه هر اړخیز بحث وشو.
صدیق الله خالد د غونډې په پیل کې یادونه کړې، چې د هېواد بانکي سکټور د اسلامي کېدو په بشپړ بهیر کې داخل شوی او ډېر ژر به یو شمېر بانکونو ته د بشپړې اسلامي بانکوالۍ جوازونه ورکړل شي.
نوموړي له سوداګریزو بانکونو غوښتي، چې د اسلامي بانکوالۍ له اصولو سره سم، د اسلامي مالي محصولاتو د تنوع او وړاندې کولو له لارې خلکو ته د غوره او باوري خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال همدارنګه د بانکي سکټور د بشري ظرفیتونو د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې کړې او په دې برخه کې یې د مالي او بانکي انستیتوت د بیا فعالیدو یادونه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې سوداګریز بانکونه باید د خپلو کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه عملي ګامونه واخلي، ترڅو د نړیوالو معیارونو سره سم د اغېزناکو او باکیفیته بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لا ډېره زمینه برابره شي.
په غونډه کې له اجنډا سره سم د افغانۍ د ثبات ساتنې، د بانکي خدمتونو د چټکتیا او غورهوالي، د بانکي سکټور د پرمختګ، ډیجیټل بانکوالۍ، ستونزو او حل لارو په اړه هم بحثونه شوي دي.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اړوندو امریتونو استازو، د افغانستان د بانکونو ټولنې او د سوداګریزو بانکونو مشرانو او استازو ګډون درلود.

