ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد: د افغانستان او پاکستان تر منځ هوکړه کې پر ډیورنډ فرضي کرښه بحث نه دی شوی

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد دوحه کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوربند هوکړه کې پر ډیورنډ فرضي کرښه بحث نه دی شوی او په دې اړه هېڅ کومه پرېکړه نه ده شوې.

نوموړي زیاته کړې، د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه به ولسونه پرېکړه کوي.

ښاغلي مجاهد یو ځل بیا ټینګار کړی، هېچاته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان حریم نقض او د هېواد امنیت اخلال کړي.

د ملي دفاع وزیر د سوداګرۍ په تړاو ویلي، هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به نورمال حالت ته را وګرځي.