ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلي رژیم په غزه کې د اوربند له پيل راهیسې لږ تر لږه ۹۷ فلسطینیان شهیدان کړي

الجزیرې خبري شبکې د غزې د دولتي رسنیو د دفتر له قوله ویلي، چې اسرائیلي رژیم د سولې د هوکړې له پيل راهیسې ۸۰ ځله سرغړونه کړې ده او لږ تر لږه ۹۷ فلسطینیان یې شهیدان کړي دی.

د راپور له مخې، صهیونیستي رژیم دغه راز په دې موده کې ۲۳۰ فلسطینیان ټپیان کړي هم دي.

که څه هم هوکړه شوې وه، چې اسرائیلي یرغلګر به په غزه کې خپل بریدونه دروي او غزې ته به بشري مرستې پرېږدي، خو لا یې هم بریدونه جاري ساتلي او د بشري مرستو لېږد یې ورو او کمزوری کړی دی.

وړاندې هم د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا انروا ویلي وو، چې د غزې اوسېدونکو ته د خوراکي توکو د رسولو په موخه د بشري مرستو کافي زېرمې لري، خو ژوند ژغورونکې دا لارۍ غزې ته نشي ننوتی او د مصر او اردن په ګودامونو کې بندې پاتې دي.

انروا ټینګار کړی و، چې باید اجازه ورکړل شي، تر څو بې له ځنډه غزې ته بشري مرستې ورسوي.