ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد: موږ به په مېړانه او زړورتیا له خپلې خاورې ساتنه وکړو

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له الجزیرې خبري شبکې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې موږ به په مېړانه او زړورتیا له خپلې خاورې ساتنه وکړو. موږ ثابته کړې هم ده او تاریخي تجربه یې لرو.

نوموړي له پاکستان سره د هوکړې په تړاو ویلي، چې دواړه لوري به خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کوي، بشپړ اوربند به رامنځته کېږي، دواړه لوري به د یو بل حاکمیت ته درناوی کوي، د یو بل پر وړاندې به هېڅ ډول د دښمنۍ ګام نه اخلي او د دې ترڅنګ د یو بل پر خاوره به د هېڅ ډول برید ملاتړ نه کېږي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، راتلونکې ناسته به د اکتوبر پر ۲۵مه په ترکیه کې وشي، تر څو د هوکړه شویو مادو عملي کېدل تضمین او د افغانستان او پاکستان اړیکې ورغېږي.

دغه‌راز په ترکیه کې به د دې هوکړې د پلي کولو پر مکانېزمونو او په عملي ډګر کې یې پر څار بحث وشي، تر څو دواړه لوري هوکړه شویو مادو ته ژمن پاتې شي.

د ملي دفاع وزیر د هغو وسله‌والو ډلو په تړاو، چې پاکستان یې ترهګر بولي، ویلي: “تراوسه د ترهګرۍ د اصطلاح په اړه واضح او ټول‌منلی تعریف نشته. د مثال په توګه که زه له چا سره مخالفت کوم، نو د ترهګر کلمه ورته کاروم. خو کله چې واضح او جامع تعریف شتون ولري او ټولو منلی وي، هغه وخت بیا ټول دقیق پوهېږي، چې ترهګر یعنې څه.”

نوموړي زیاته کړې: “دا یوه داخلي ستونزه ده او زه نه غواړم د دې په ټاکلو چې څوک ترهګر دی او یا نه دی، مداخله وکړم. خو اړینه ده چې ټولې ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل شي او زه نه غواړم، چې پاکستانیان دې په جګړه کې ژوند وکړي او له هغې دې موږ ملاتړ وکړو.”

مولوي محمد یعقوب مجاهد د ښه ګاونډیتوب او سوداګرۍ د پراختیا پر بنسټ له پاکستان سره د اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

هغه یو ځل بیا یادونه کړې، چې زموږ خاوره به د هېچا پر وړاندې ونه کارول شي.

ښاغلي مجاهد له هند سره د اړیکو پر دوام تینګار کړی او ویلي یې دي، چې موږ له هند سره خپلو اړیکو ته داوم ورکوو، ځکه موږ یو خپلواک هېواد یو او د خپلو ګټو په چوکاټ کې وړاندې ځو. دغو اړیکو ته به پراختیا ورکوو او له پاکستان سره هم د خپلو ګټو او غوره ګاونډیتوب په چوکاټ کې اړیکې ساتو او هڅه کوو، چې د کړکېچ پر ځای اړیکې پراخې او غښتلې کړو.

نوموړي یو ځل بیا د پاکستان تورونه بې‌بنسټه، له واقعیتونو لرې او غیرې واقعي ګڼلي او ویلي یې دي، چې دا تورونه د دې پر ځای چې مسایل حل کړي، لا یې پیچلي کوي.