ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوګر کې د څه باندې یو میلیارد افغانيو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

ټولګټو چارو وزارت په لوګر ولایت کې د څه باندې یو میلیارد افغانيو په ارزښت د دوو پروژو  جوړولو چارې پیل کړې.

یاد وزارت وایي، د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم له خضر سیمې څخه تر بادخواب روغني – برکي راجان – ده شيخ څلور لارې – د چرخ ولسوالۍ تر ډبرې پل پورې د ۳۲ کیلومتره سړک د رغونې پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۷۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې د رغونې کار به یې ۲ کاله او ۶ میاشتو په موده کې بشپړ شي

د یاد وزارت په وینا، همدا راز د لوګر ولایت پوهنتون سړک جوړولو چارې هم د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۳۱۹ میلیونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې د رغونې کار به یې ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړ شي.

ټولګټو چارو وزارت زیاتوي، د یادو پروژو د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې سیمه‌ییز ترانسپورت منظم، د هېوادوالو په ځانګړي ډول د یادو لارو څخه د تلوونکو مسافرو او زده‌کړیالانو د تګ راتګ، د کرنیزو او سوداګریزو توکو د انتقال ستونزې په بشپړه توګه هوارې شي.

ټولګتو وزارت په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بیلو ولایتونو کې د سړکونو، لویو لارو، پلونو او  پُلګوټو د رغونې، ترمیم او بیا رغونې په برخه کې د ګڼ شمېر پروژو چارې پیل کړې دي. یادونې وړ دی، په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې مولوي عبدالکریم فاتح، د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل، مولوي جنت‌ګل سراج، د لوګر ټولګټو چارو رییس، او د اسلامي امارت يو شمېر سمیه‌ییزو چارواکو هم ګډون درلود